پېلوټان يې جعلي سندونه لري؛ اروپايي ټولنې د پاکستان ملي هوایي چلند ادارې الوتنو باندې بنديز ولګولو 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پر الوتنو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په هوايي حريم کې بند کړې او تر شپږو مياشتو ورته الوتنې نه شي کولی. 

د  اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې  دا پرېکړه وروسته له هغې کړې ده چې رسنيو د لسګونه پاکستاني پېلوټانو په اړه وويل چې  په جعلي سندونو د پاکستان د نړيوالې هوايي ادارې الوتکې الوزوي. 

د پاکستان د هوایي چارو وزیر غلام سرور خان تیره اونۍ خبر ورکړ چې د هیواد د ۸۶۰ دپیلوټانو له ډلې څخه د ۲۶۰ تنو اسناد په جعلي توګه ترلاسه شوي دي.

د  پاکستاني پېلوټانو د جعلي سندونه له رسنيز کېدو وروسته د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو هم له پاکستان غوښتي دي چې دغه پېلوټانو د سندونو ارزونه وکړي، چې د دوی هېوادونو ته الوتنې کوي.