ښايي تر راتلونکې تلې مياشتې د کرونا ويروس ضد واکسين بازار ته وړاندې شي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، چين کې د کرونا ويروس ضد واکسين د دويم پړاو کارونه هم بشپړ شوې دي او تمه کيږي چې وروستۍ پايله به يې مثبت او د همدې کال راتلونکې تلې مياشتې پوري به بازار ته وړاندې شي. 

د چین حکومتي CNBG شرکت ويلي دي چې د دغه واکسين لومړی او دويم پړاو بريالی وو او درېیم پړاو چې وروستی پړاو دی کار پرې روان دی او تمه ده چې پايله به ورکړي. 

ياد چينايي شرکت ډېر جزئيات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې د کرونا ويروس ضد دوه ډوله واکسين باندې يې کار روان دی چې نېږدې وخت کې به يې نړۍ ته ورکړي.