راشد خان د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی بلل شوی 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د وېسډن په نامه د کرېکټ میاشتنۍ مجلې، افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان، په شل اوریزو لوبو کې د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی بللی دی. 

د بي بي سي د خبر اړوند،  په شل اوریزو لوبو کې راشد خان د نړۍ تر ټولو ډېر ارزښتناکه لوبغاړی دی،‌ ځکه تر بل هر لوبغاړي یې ډېر ځله د شل اوریزو لوبو پایله د خپلې لوبډلې په ګټه بدله کړې.‌

بي بي سي د کرېکوېز شرکت شنونکی فرېډي وېلډ له خولې لېکلي دي: "زموږ د ارزښتناکو لوبغاړو په لېست کې جالبه خبره دا ده چې توپ اچوونکي پکې ډېر دي، حال دا چې یو وخت فکر کېده چې شل اوریز کرېکټ د توپ وهونکو لوبه ده".

راشد خان تر دې دمه په ۲۱۱ شل اوریزو لوبو کې ۲۹۶ وېکټې اخیستې دي‌ او د نړۍ په کچه یې ګڼ‌ رېکارډونه په خپل نامه کړي دي.