سرور دانش: شهيد مزاري د ملي يووالي سمبول وو 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن ورځ کابل کې د هزاره ګانو پخواني جنګي قومندان عبدالعلي مزاري په نوم د يو مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودله. 

سرور دانش په خپلې وينا کې ويلي، چې عبدالعلي مزاري د ملي يووالي سمبول وو او له قومي تعصب او تفرقې يې کرکه درلوده. د نوموړي په وينا چې شهيد مزاري ملي يووالی يو اصل بللو او قومي تفرقې ته يې د يوې فاجعې په ډول کتل. 

نوموړي له ولسمشر غني مننه کړي چې د عبدالعلي مزاري د بنسټ د جوړولو لپاره يې ورته بودجه منظوره او د جوړولو فرمان يې ورکړ. د مزاري پر مرکز دوه مېلېونه امريکايي ډالر خرڅ کيږي. 

دانش ويلي چې د خلکو په منځ کې د عبدالعلي مزاري نشتون د خواشينۍ وړ مساله ده خو دا چې هر کاله د نومړي د مرګ تلين لمانځل کيږي او نن دغه مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د خوښۍ ځای دی.