پاکستان ۳۸ هندي ډپلماټان له خپلې خاورې وشړل 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د هند او پاکستان ترمنځ د سياسي کړکېچ په پايله کې پاکستان ۳۸ هندي ډپلماتان چې اسلام اباد کې د هندوستان د عالي کمېسيون غړي، هند ته رخصت کړل. 

دغه هندي ډپلماټان نن ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د واګا-عطاري بندر له لارې هند ته ولېږل شول. پاکستان د اقدام وروسته له هغې  وکړ، چې نوي ډيلي د نيمايي پاکستاني ډپلماټانو د وېستلو وويل. 

هندوستان ويلي وو چې نوي ډيلي کې د پاکستان سفارت کارمندان خپل هېواد ته جاسوسي کوي، خو اسلام اباد دغه راپورنه رد کړي او د هند پرېکړه کې د نړيوالو ډپملوماټيکو اصولو خلاف بللې.