افغان ولسمشر محمد اشرف غني پلارني ټاټوبي لوګر ولايت ته لاړ 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو لوړپوړي حکومتي پلاوي سره يو ځای لوګر ولايت ته تللی. 

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار د لوګر ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه د یاد ولایت مرکز پل علم ښار ته ورسېد.

په پام کې ده چې جمهوررئيس غني د لوګر ولایت پر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو، علماوو، ښځو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري."