روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د ايران پلازمينې تهران په شمالي برخه کې په يو کلېنيک کې د ګازو چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي دي. چاودنه د سینا عطار په نوم يو روغتيايي مرکز کې شوې ده.
د ايراني رسنيو د مالوماتو پر اساس دغه چاودنه کې ځيني کسان ټپيان شوي هم دي هم د ډول د روغتيا مرکز ودانۍ ته دروند مالي زيان اوښتی دی.
په دې پېښه کې ۱۵ وژل شوې کسان چې سخت سوځېدلي وو، ميرمنې وې. د تهران د اوروژنې ډلې ويلي دي، چې لسګونه کسان يې ژغورلي هم دي.
وروستي