چين ورسره پوځي خو هند سايبري او اقتصادي جګړه کوي؛ هند د TikTok په شمول لسګونه چينايي موبايل آپلېکېشن بند کړل

روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، په لداخ سيمه کې د هندوستان او چين ترمنځخ د پولې پر سر د راپورته شوي کړکېچ او جګړې وروسته، هندوستان هغه موبايل آپلېکېشنونه بند کړي دي چې چنيايي وګړو جوړ کړي. 

د هندوستان د ټېکنالوژۍ او برېښنا وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې د امنيتي مسايلو پر اساس يې، Bytedance's TikTok, Alibaba's UC Browser او Tencent's WeChat هندوستان کې بند کړي دي. 

د هندوستان د دغه اقدام په غبرګون کې د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د هندوستان ياد اقدام د اصول خلاف دی او بايد د نړيوال تجارت اړوند چنيايي سوداګرۍ ته زيان ونه رسوي. 

د هندوستان د ټېکنالوژۍ وزير  راوی شانکار پرزاد پر خپل ټوېټر لېکلي دي، چې دوی د هندوستان د ملي حاکميت او د ټولنې د نظم لپاره چينايي موبايل آپلېمېشن تړلي دي. 

د چين او هند ترمنځ وروستۍ جګړه کې ۲۰ هندي سرتيري وژل شوي دي او همدا ډول چين د ګډې پولې ترڅنګ پوځي تاسيسات جوړ کړل.