تېرې يوې شپې - ورځ کې افغانستان کې کرنا ويروس: ۲۷۹ تازه پېښې، ۱۲ مړه او ۱۹۷ رغېدلي دي 

روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ويروس ۲۷۹ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې سره هېواد کې د ټولو ثبت شوې مثبتو پېښو شمېر ۳۱۵۱۷ ته ورسېد. 

همدا ډول هېواد پع مختلفو ولايتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي او ۱۹۷ کسان جوړ شوي دي. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیا ولايتونو کې دي. 

د ټولو مړو شمېر ۷۴۵ تنو ته ورسېد.