
روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، د روغتيا نړيوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس ويلي چې راتلونکې اوونۍ به چين ته د روغتياپالانو او ساينس پوهانو يوه ډله ولېږي ترڅو هلته د کرونا
ويروس د خپرېدو رېښې وپلټي. د کرونا ويروس لومړی ناروغ د چين په ووهان ښار کې ثبت شوی.
د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر او د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه پر چين نيوکې کوي، چې د کرونا ويروس د لومړي خپرېدو پر وخت يې نړۍ ته پر وخت او سم مالومات وړاندې نه کړل.
داسې شکونه هم شتون لري چې چين د خپلو سياسي او اقتصادي موخو لپاره کرونا ويروس په لابراتورونو کې جوړ کړی او بيا يې د بيالوژيکي وسلې په دول نړۍ کې خپور کړ.
چين په قصدي ډول د ويروس د جوړېدو خبرې ادعاوې بولې او رد کړې دي. د روغتيا نړيوال سازمان هم پخوا ويلي وو، چې داسې څه يې نه دي موندلي چې کرونا ويروس دې چين کې جوړ شوی وي.
اوس مهال د روغتيا نړيوال سازمان پلټونکې ډله چين ته لېږي او وبه کتل شي چې د کرونا ويروس په اړه داسې کوم څه موندل کيږي چې تر اوسه ترې نوره نړۍ نه ده خبره.