پاکستان کې اقتصادي بحران: له چين يې يو مېلېارد او درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر پور واخېست 

روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، د پاکستان مرکزي دولتي بانک له چينايي بانکونو څخه يو مېلېارد او درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر پور اخېستی. له دغه نوی پور سره جون مياشت کې پاکستان له چين درې مېلېارده امريکايي ډالر پور کړي. 

پاکستان ويلي دي چې له دغه پيسو د کرونا ويروس سره مبارزې برخه کې ګته اخېستي ده. کرونا ويروس د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی او په مېلېونه کسان  يې د قرنطين پر مهال بې کاره کړي. 

پاکستان له دې وړاندې د پيسو نړيوال صندوق پور اخېستی او همدا ډول د امريکا متحدو ايالتو په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو ورسره مالي او د روغتيايي توکو مرستې کړې وې.