روهي (درې نۍ/۱۰ چنګاښ)، د طالبانو مرستيال او قطر کې د دوی د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغنی بردار د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. دوی له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د بندیانو پر خلاصون، د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیلولو او د عملیاتو پر کمښت وغږېدل.
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شايهن پر خپل ټوېټر لېکلي دي، "نن د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر آخند او ورسره مل هیئت یې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپیو او مل هئیت سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې. پدې ویډیویي تماس کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو، د افغانانو په مشری او مالکیت بین الافغاني خبرو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړې."
شاهين دا هم لېکلي دي، چې ملا غنی برادر له مايک پمپيو څخه وغوښتل چې په امریکا کې بندي حاجي بشر او په ګوانتنامو کې پاته افغان بندیان راخوشې کړي.
دوحه کې د سولې تړون له لاسليک وروسته امريکايي چارواکي کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او دوحه کې له طالب سياسي استازو سره د سولې خبرو د پيل او تاوتريخوالي د کمښت په اړه خبرې او ناستې تر سره کوي.
وروستي