له پاکستانه د هند غوښتنه: (ساجد میر) راته وسپارئ 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، ۲۰۰۸ز کال کې د هندوستان سوداګريز ښار ممبۍ کې د تاج په نوم يو هوټل،  د ریل یو سټېشن، ممبي کې د یهودانو یو مرکز  او شمېر نورو هوټلونو بريدونه پلان شوي چې ځیني يې تر سره شول. 

یادو بريدونو کې د شپږو امريکايانو په شمول ۱۶۶ کسان ووژل شول. د هند حکومت ياد بريدونه 
 پاکستان کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې کار او پلان بللی وو. د متحدو ايالتو او هند  حکومتونو ياد بريدونه د  لشکر طیبه وسله والې ډلې  د يو لوړ پوړی غړي ساجد میر طرحه بللې وه. 

وروسته له هغې چې امريکا وويل چې د ممبۍ د بريدونو طرحه کوونکی پاکستان کې ازاد ژوند کوي، نوي ډيلي له اسلام اباد غوښتي دي چې ساجد مير دې ورته وسپاري. 

هندوستان وايي چې له ۲۰۰۸ کال بيا تر نن  يې څو ځلې له پاکستان غوښتي دي چې ساجد مير ورته وسپاري. هند د ساجد مير د سپارلو د غوښتې په اړه د پاکستان پر چوپ پاتې کېدو نيوکه کوي او زياتوي چې د ترهګرو ډلو سره د پاکستان مبارزه تر شک لاندې ښکاري.