۲۳ ولسي وګړي په کې وژل شوي دي؛ طالبان يې مسووليت پر حکومت او حکومت يې مسووليت پر طالبانو اچوي 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، نن هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ د چاودنو له امله ۲۳ ولسي کسان وژل شوي دي. حکومت د دغه پېښې مسووليت پر وسله والو طالبانو اچوي او ويلي دي چې طالبانو سنګين ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د هاوان بريد او موټربم بريد چاودنه کړې ده، چې ۲۳ کسان په کې وژل شوي دي. 

د هلمند د ولايت مقام په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې طالبانو نن سهار لومړی د هاوان ګولۍ وېشتلي او بيا د خاکو په منځ کې موټربم چاودنه کړې چې ۲۳ کسان په کې وژل شوي دي او ۱۵ نور په کې  ټپيان دي. 

ولسمشر غني هم پر يادې پرېکړې خواشينې ښوودلې  ده او غندلې يې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي. "په خواشینۍ سره د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ مېله بازار سیمه باندې د تروریستي برید په پایله کې، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهوررئیس غني د دې وحشیانه او غیر انساني برید د غندلو پر مهال وویل، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون پر ملکي وګړو برید، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا له طالبانو غواړي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانانو غوښتنه چې د جګړې پایته رسول او د مذاکراتو پیلول دي، ومني.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانوکورنیو ته د خپلې ژورې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی الله له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي."

بيا له بلې خوا طالبانو دغه پرېکړه په سويل کې د ۲۱۵ قول اردو دويمې لوا خواکار بللی. طالب بنديان ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "دهلمند دسنګين ولسوالۍ پر زاړه بازارنن سهار دګوډاګۍ ادارې  د۲۱۵ميوندقول اردو دوهمې لواء  وحشي عسکروپرسيمه یيزه ميله ياګنج اوکورو ډي سې توپو نه وار کړي چي لسګونه ولسي خلګ او ماشومان شهيدان او ژوبل شوي......... "