۴ پاکستاني پوليس مړه او د ۵ وضعيت نازک دی؛ د کراچۍ ننني بريد مسووليت (د بلوچستان ازادۍ پوځ) په غاړه واخېست 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، نن له غرمې شااوخوا لس بجې د پاکستان کراچۍ ښار د ونډو بازار په يو مارکېټ ډله ييز بريد وشو، چې تلفات يې رامنځ ته کړي. ياد بريد کې څلور پاکستان يوليس وژلي شوي دي او د پنځو نورو وضعيت نازک ښوودل شوی دی. 

پاکستاني امنيتي مسوولينو ويلي دي چې بريدګر څلور کسان وو چې د امنيتي ځواکونو له خوا څلور واړه وژل شوي دي. بريدګرو د لاس بمونو په وسيله چاودنې کړې او همدا ډول يې پر پاکستاني پوليسو مخامخ ډزې کړې. 

د بلوچستان ازادۍ پوځ چې د پاکستان د حکومت او پوځ مخالفه وسله واله ډله ده د ننني بريد مسووليت يې په غاړه اخېستی دی. د يادې ډلې وياند په ټوېټر لېکلي دي چې بريد مجید لېوا 
د په نوم د دوی جنګياليو کړی دی. 

د نوم غلام نبي میمون په نوم يو عيني شاهد بي بي سي ته ويلي دي، بریدګر سیلوری کرولا کې راغلل، چې پولیسو له دروازې بهر ودرول، نو ډزې پیل شوې، دوه بریدګر له دروازې بهر ووژل شول او دوه نور ودانۍ ته ننوتل، خو هغه هم ووژل شول.