پاکستاني چارواکي: کراچۍ پر يو ګڼ ييز  مارکېټ څلور بريدګرو بريد کړی چې څلور واړه يې وژل شوي 

روهي (دوه نۍ/د چنګاښ)، نن له غرمې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر يو ګڼ ييز د اسعارو د تبدلې پر مارکېټ دله ييز بريد شوی وو. پوليس ويلي چې بريدګر څلور کسان وو چې څلور واړه يې وژل شوي. 

چارواکو ويلي دي چې نننۍ پېښه کې څلور ساتونکي او څلور پوليس هم وژل شوي دي. د ولسي وګړو د مرګ - ژوبلې په اړه نه دي ويل شوي. 

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسووليت نه دی منلی.