نړۍ کې د کرونا ويروس د مړو شمېر له نيم مېلېون وواښت

روهي (دونه نۍ/۹ د چنګاښ)، د نړۍ په کچه د کرونا مرګوني ويروس له امله د مړو شمېر له نيم مېلېون اوښتی دی. همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۰۰ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر هم له لس مېلېونه پورته شو. د ککړو او مړو کسانو په منځ کې ډېری ډېر عمر لرونکي کسان دي، خو ماشومان او ځوانان هم په کې شامل دي. 

د مړو او ککړو کسانو څلورمه برخه د امريکا په متحدو ايالتو کې ده. برازيل، روسيه، هند او ايټاليا ورپسې لوړې شمېر لري. 

افغانستان کې تر اوسه نېږدې ۳۱ کسان په دې ويروس ککړ شوي دي او سلګونه نور مړه شوي دي.