خوست کې ۲۱۴ رغنيزې پروژې بشپړې او د ۴۲۶ نورو چارې جريان لري 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، د خوست ولايت د  کليو د بيارغونې او پراختيا  ریاست د مالوماتو اړوند دغه ولايت کې ۲۱۴ پروژې بشپړې او د ۴۲۴ پرژو چارې روانې دي. 

له يادو پرژو څخه؛ د اوبو رسونې پرورګرام اړوند ټولې ۳۹ پروژې دي چې ۲۳ يې بشپړې شوې او د ۱۶ نورو چارې روانې دي. همذا ډول د ساحوي انسجام ملي پروګرام اړوند ۲۳ پروژې تر سره شوې او د ۲۰ کارونه روان دي. 

دد خوست کليو د بيارغونې او پراختيا مالومات همدا ډول ښيي، چې د سرکونو جوړونې ملي پرورګام يوه  پروژه سرته رسېدلې او ۵ نورې يې تر کار لاندې دي. 

د سرکونو جوړونې ملي برنامې ۱ پروژه تکميل او ۵ نورې يې تر کار لاندې دي. د ولسي تړون ملي برنامې د اوبو رسونې ۱۲۵ پروژې چې ۳۵ يې بشپړ، ۲۲۰ يې د ويالو او لښتيو پروژې چې ۹۰ يې بشپړ، د استنادي ديوالونو ۷۳ پروژې چې ۳۳ يې بشپړ، د سولري اوبو رسونې ۱۳ پروژې چې ۷ يې بشپړ او نورې يې تر کار لاندې دي ، همدارنګه د اقرا پروژې اړوند د ۱۱۰ ښوونځيو د جوړونې کارونه هم جريان لري. 

د خوست ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار وايې چې ددې پروژو په تطبيق سره زرګونو ځوانانو ته کار پيدا شوى دى او ولس ته د څښلو پاکو اوبو د رسونې ترڅنګ زراعتي ځمکو ته کانالونه او استنادي ديوالونه هم جوړشوي چې حاصلات به ورسره لوړ شي.