پاکستان: د TikTok وېډيو د يو ځوان ژوند واخېست 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې يو ځوان هغه وخت ومړ، چې د ټولنيزې شبکې TikTok لپاره يې ويډيو جوړوله. پېښه نن ورځ کراچۍ ښار کې شوې ده. 

پوليسو ويلي دي چې درېيو ځوانانو د ټولنيزې رسنۍ ټېک ټاک لپاره د ويډيو پر جوړولو بوخت وو، چې د ګاډي د ټکر له امله درې واړه ټپيان شوي او يو يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. 

په تېر اپريل مياشت کې هم یو شل کلن پاکستانی ځوان هغه وخت ومړ، چې د اورګاډي پټلۍ پر سر يې ټېک ټاک لپاره ويډيو ثبتوله خو د اورګاډۍ د چټک رسېدو سره يې ټکر وکړ او ومړ. 

ټېک ټاک يوه ټولنيزه رسنۍ ده چې ډېرۍ په کې  تفريحي وېډيوګانې جوړيږي. ټېک ټاک په ۲۰۱۶ز کال کې د چينايي (Zhang Yiming) ژو ییمینګ له خوا جوړ شوی او اوس مهال يې مېلېونه خلک کاروي.