شاهين قول اردو: سرپل کې مو د هوايي بريد په پايله کې  د طالبانو نومول شوي مرستيال دفاع وزير (ملا مزمل) په شمول لسګونه طالبان وژلي 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په يوې خبرپاڼې کې ويلي  دي، چې تېره شپه يې په يو هوايي بريد کې چې د طالبانو پر يوې راټولېدنې شوی، لسګونه طالب قومندان وژلي. 

د ۲۰۹ قول اردو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې بريد د سرپل ولايت، سوزمه قلعه ولسوالۍ په کته قعله کلی کې شوی دی. شاهين قول اردو يو شمېر انځورنه خپره کړې دي او لېکلي دي چې له بريد وړاندې هغه مهال اخېستل شوي، چې طالب قومندانان سره د ناستې لپاره راټوليږي. 

خبرپاڼه کې دا هم ويلي دي چې يادو هوايي بريدونو کې د طالبانو له خوا نومول شوی مرستيال دفاع وزير ملا مزمل هم وژل شوی دی. طالبانو د حکومت د دغه ادعا په اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړي.