۳۵۱ نوې پېښه ثبت شوې او ۳۴کسان مړه شوي؛ افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳۱ زرو ته نېږدې شو 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۰۹۶۷ تنو ته ورسېد. 

همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. له کرونا ويروس تر نن د ټولو مړو شمېر ۷۳۷ تنو ته ورسېد. 

روغتيا وزارت دا هم ويلي دی چې يوې شپې او ورځ کې ۲۰۰۴ کسان جوړ شوي چې دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۱۲۵۸۸ کسان شو.