واشنګټن کې د مسکو سفارت: د نيويارک ټايمز د بې بنسټه راپور وروسته راته ګواښونه کيږي 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، متحدو ايالتو کې د مسکو سفارت ويلي دي چې د روسيې په اړه د نيويارک ټايمز وروستی راپور بې بنسټه دی. نيويارک ټايمز ورځپاڼې تېره ورځ د يو شمېر امريکايي استخباراتي شبکو لېکلي وو، چې روسيې افغانستان کې طالبانو ته پيسې منلې وې، چې ترڅو امريکايي پوځيان ووژني. 

واشګټن کې د مسکو سفارت د ياد راپور د رد ترڅنګ ويلي دي، چې له دغه خبر وروسته وروته بيلا بېل د ګواښونو پيغامونه ورکول کيږي. د مسکو سفارت نيويارک ټايمز ته په ټوېټر هم ځواب ورکړی او ورته لېکلي دي چې د دروغو خبرونو له خپرولو ډډه وکړئ. 

طالبانو د نيويارک ټايمز ياد راپور رد کړل او د لوېدېځو رسنيو بې بنسټه تبليغات يې بللي وو. د امريکا بهرنيو چارو وزارت او سپنې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوودلی.