نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې له ۱۰ مېلېونه وواښتې 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د نړيوالو شمېرو له مخې نن ورځ د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې په کرونا ويروس د ټولو ککړو کسانو شمېر له لس مېلېونه پورته شو. دوه نيم مېلېونه يوازې په امريکا کې دي چې د هېوادونو په کچه ترټولو لوړه شمېره ده. 

د مړو شمېر هم نيم مېلېونه ته نېږدې شوی او اوس مهال ۴۹۹ زره کسان له دغه ويروس مړه شوي دي. په نړيواله کچه د کرونا ويروس د مثبتو پېښو ۲۵ سلنه يې امريکا کې دي. 

له متحدو ايالتو وروسته  برازیل، روسیه، هند، انګلستان، اسپانیا، پيرو، شیلي، ایټالیا او ایران هغه هېوادونو دي چې ترټولو لوړې شمېرې په کې ثبت شوې  دي.