د سپورت صحي او رواني ګټې

سپورت په نني عصر کې د ټولو نړيوالو لپاره غوره او په زړه پورې لاره ده؛ ځکه په وړيا ډول ګڼې وژونکي ناروغۍ له منځه وړي همدارانګه حرفه يي لوبغاړي د سپورت په وسيله زرين وياړونه ګټي. په سياسي لحاظ هم د دولتونو لپاره سپورت تل ګټور تمام شوی؛ د کومو هېوادنو چې ديپلوماتيکې اړيکې خرابه او کمرنګه وي، د فوټبال ، کرېکټ او نورو سياليو په وسيله يې رغوي. په دې لېکنه کې مو  د سپورت صحې او رواني ګټو ته لنډه اشاره کړې ده.
 
ښه خوب: سپورت د انسان سره مرسته کوي چې  ښه آرامه، راحته او ژور خوب وکړي کېدای شي دا خبره ځينو ته د منلو وړ نه وي، خو د سپورت او خوب په هکله چې کومې نوې څېړنې شوې په هغو کې راغلي چې که څوک په اوونۍ کې دری يا څلور ورځې پر له پسې د شلو څخه تر دېرشو دقيقو تمرين وکړي ښه او په زړه پورې خوب کولای شي. همدارنګه د خوب کيفيت او وخت يي  هم لوړېږي.
 
د ناڅاپي مرګ مخنیوی: هر څومرمه چې عمر لوړېږي منظم سپورت بدن روغ ساتي. کوم کسان چې په ورځ کې دېرش دقيقي تمرين کوي تل د تازګی او راحت احساس کوي همدارنګه سپورت د ژر رارسېدونکي بوډا توب مخه هم نيسي او ګڼې ناروغۍ له منځه وړي په همدې دليل بدن  پياوړی ساتي.
 
سپورت عضلات  او مفصلونه روغ ساتي: په منظمه توګه سپورت ښه او په زړه پورې لاره ده؛ کومې ستونزې چې په عضلو او هډوکو کې وي هغه له منځه وړي که د منظم مهال وېش له مخې سپورت وکړو قدرت به مو نظر هغو کسانو ته چې سپورت نه کوي، زيات  وي همدارنګه ورځنۍ چارې به مو هم ښې پر مخ لاړې شي.
 
د حافظې پياوړتيا: په اوونۍ کې د درېيو ورځو لپاره ۴۵ دقيقي په پښو مزل؛ د زيرکۍ او ښه فکر کولو سبب کېږي. ډېری څېړنو ښودلې؛ کوم خلک چې په منظمه توګه سپورت کوي د لوړ تمرکز او فکر خاواندان دي سپورت په مغز مستقيم اثر لري او په مغز کې د تمرکز برخه پياوړې کوي.
 
سپورت حوصله او مثبته انرژي لوړه وي: کوم کسان چې دوامداره او منظم تمرين کوي تل خوشحاله او مثبت فکر لري د ستړيا او وېرې احساس ورسره نه وي او ورځنۍ چارې په اسانۍ پر مخ وړي.
 
عصبي فشار او وېره له منځه وړي: سپورت وېره پرېشاني او لوړ ذهني فشار د وخت په تېرېدو له منځه وړي کوم کسان چې منظم او دوامدره تمرينات کوي وروسته له دوه ساعتونو يې په مغز کې د اندروفين هورمون توليدېږي او دغه هورمون اعصابو ته تسکين ورکوي همدارنګه سپورت په مغز کې د سروتونين په نوم  مواد زياتوي چې د انسانانو ورځنۍ چارو ته  کيفيت او چټکتیا وربښي.
 
سپورت دوولس نورې ذهني ګټې هم لري:
۱- د وېرې کموالۍ
2- د خوشحالۍ زیات والۍ
۳- د ازادې فضا څخه لذت او خوند اخیستل
۵- د عصبي او روحي ناروغیو کموالۍ
۶- د اعصابو ارامتیا او ځواکمن کېدل
۷- د حافظې پیاوړتیا
۸- د نېشه يې توکو څخه ځان ساتل
۹- د راحتۍ او خوښۍ احساس
۱۰- د قدرت او مثبتې انرژۍ زیاتوالۍ
۱۱-  خلاقیت او ابتکار
۱۲- د سالمې  او پیاوړې ټولنې رامنځته کېدل
 
له سپورت څخه خوند واخلئ!
که چېرې تاسو له سپورت څخه خوند نه شی اخستلای، په داسې حال کې تمرین تاسو ته کومه ځانګړې ګټه نه لري. لازمه ده چې د خپلې خوښې او رغبت سره سمه سپورتي څانګه وټاکئ، دا کړنه به له تاسو سره مرسته وکړي او له سپورت څخه به ډېر خوند واخلئ.
 
د سپورټي څانګو ډلبنډي:
د ورزشکارانو لپاره د یوې ځانګړې څانګې/ رشتې تمرین؛ لویه موخه ده چې په اصل کې ټولنې ته په هماغه څانګه کې بريالي ورزشکاران ډالۍ کېږي.
لوبې:
آس ځغلول.
منډې وهل، لامبووهل
بایسکیل ځغلول، موټر سایکیل ځغلول، کښتۍ سوريدنه...
 
رقابتي لوبې/ رزمي لوبې:
جیدو، کاراته، سوک وهنه، تکواندو، ووشو، کونګ فو، تورې وهل ...
میداني لوبې: ټېنس، بدمینتون، والیبال، اسکواش، د میز پر مخ د ټېنس لوبه ...
ټيمي لوبې لوبې: بېس بال، کرېکټ، فوټبال، فوټسال ...
نمايشي لوبې: دغړو ښکلا، جمناستیک ...
 
پایله
ښه پايله چې له تمرينه اخستلی شو دا ده چې د ډېرو وژونکو ناروغيو د مخنيوي سبب ګرځي پس د خپلې خوښې او رغبت سره سم، سپورټي څانګه وټاکئ، وخت له لاسه مه ورکوئ، سپورت وکړئ ځکه ګڼې ګټي لري.