بريد جنرال شفيق الله رسولزی  د ۲۰۱ سيلاب قول اردو نوی قوماندان وټاکل شو

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، بريد جنرال شفيق الله رسولزي د چنګاښ په ۷مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د نوي قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

د پيژندنې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د قول اردو د مخکيني قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين د تر سره کړيو خدمتونو ستاينه او قدرداني وکړه او نوي قوماندان ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د قول اردو له نوي قوماندان څخه وغوښتل، ترڅو د نورو سيمو ترڅنګ ننګرهار ولايت ته په دفاعي او امنيتي برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز لومړي مرستيال جنرال اقبال علي نظري تغير او تبديل د ادارې اصل ياد کړ، د مخکيني قوماندان د خدمت ستاينه او نوي قوماندان ته يې د برياليتوب هيله وکړه.
نوموړي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو نوي قوماندان برید جنرال شفيق الله رسولزي ته سپارښتنه وکړه، چې نورو ارګانونو سره په همغږۍ د ختيځ زون امنيت ټينګښت په موخه لازم اقدامات تر سره کړي، ترڅو په دې سيمه کې بېلابېلو برخو کې مثبت انکشافات رامنځته شي.

د ننګرهار ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د مخکيني قوماندان د همکارۍ ستاينه، نوي قوماندان ته د دندې مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مخکيني قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين د خپل ماموريت د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه، چې په هرځای کې وي؛ نو هېواد ته به لا نور ښه خدمت وکړي.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال شفيق الله رسولزي د خپلو خبرو پر مهال د ختیځې سيمې اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ژوند تر اخرې سلګۍ به د خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.

نوموړي له جمهور رئيس او دفاع وزارت له مشرانو مننه وکړه، چې پر ده يې باور وکړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې خپله دنده په پوره ايماندارۍ پرمخ يوسي.