خليلزاد: د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسيون پر کارمندانو بريد انساني ضد عمل دی 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازي زلمی خليلزاد د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون پر کارمندانو د تېرې ورځې بريد غندلی او انساني ضد عمل يې بلل دی. 

نوموړی ويلي چې ياد بريد د هغه چا کار دی چې د افغانستان د سولې بهير خلاف دي. خليلزاد د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د وژل شوې کارمندې فاطمه خلیل يوه زوروه کارمنده بللې ده. 

تېره ورځ د کابل ښار ۱۲مې حوزې  اړوند څرخي پُل سيمه کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د کارمندانو په موټر چاودنه وشوه چې فاطمه خلیل نومي کارمنده او موټر چلونکی جاوید فولاد په کې ووژل شول.