امريکايي سناتوران: افغان هندوان او سيکان بد وضعيت کې دي او امريکا دې پناه ورکړي 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو مشرانو جرګې شلو غړو په يو ليک کې  د امريکا بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي دي، چې افغان هندوانو او سيکانو ته امريکا کې سياسي پناه ورکړي. 

دغه ليک ويل شوي دي چې افغان هندوان او سيکان افغانستان کې په يو بد وضعيت کې دي او د داعش په ډول وسله والې ډلې هره شيبه د دوی ژوند ګواښي. 

امريکايي سناتورانو له بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو غوښتي دي چې افغانستان کې د سېک او هندو مذهبه افغانانو د ژوند په اړه بېړني اقدامات وکړي او امريکا کې د پناه ورکولو زمېنه ورته برابره کړي. 

په دې وروستيو څو کالونو کې پر افغان سيکانو او هندوانو خونړي بريدونه شوي او تازه څو اوونۍ وړاندې پکتيا ولايت کې د نادان سيک په نوم يو افغان سيک تښتول شوی چې تر اوسه يې په اړه هېڅ مالومات نشته.