که هر پلار داسې وکړي

چې په اولادونو کې یوه زوی/لور ته زیات ناز ور نه کړي، په ټولو اولادونو کې یوه کس ته زیات ناز ورکول د نورو زامنو/لوڼو په روحیه بده اغېزه کوي او هغوی د پلار په شتون کې د کمۍ احساس کوي.

که هر پلار داسې وکړي
چې د خپلو اولادونه له مخې سره بېباکه خبرې ونه کړي؛ ځکه د ماشوم ذهن سپینې ورقې غوندې دی، ورځنۍ خبرې دغه ورقې ډکوي، اولادونه زیاتره وخت له پلار او مور سره وي؛ نو مور او پلار ته لازمه داده چې د خپلې ژبې د کلام عفت وساتي.

که هر پلار داسې وکړي
کله چې له خپلو اولادونو سره یوازې مجلس کوي، د وجود اساسي غړي ورښايي یعنې هغه غړي چې د جنسي تېري ښکار کېږي، ماشوم داسې پوه کړي چې په دغه او دغه ځای دې باید هېڅوک ګوتې ونه وهي، که چېرې چا دې په دغه ځای ګوتې ووهلې، باید بدون له کومې وېرې دغه خبره له کورنۍ سره شریکه کړې.

که هر پلار داسې وکړي
چې د خپلو اولادونو له مخې سره نیشي توکي استعمال نه کړي، کوم عملونه چې پلار د اولادونو له مخې کوي، هغوی ته ښه ښکارېږي، کله یې چې بچیان لوی شي، که پلار و غواړي یا نه، له اولادونو یې یاد عملونه سر وهي.

که هر پلار داسې وکړي
کله چې کور ته راځي، لومړی د خپلو اولادونو د درسونو پوښتنه وکړي، کورنۍ دنده یې وګوري، کومو اولادونو یې چې درس زده/کورنۍ دنده کړي وي لا تشویق کړي او کومو چې نه وي کړې، د هغو پر ستونزو له خپل زوی/لور سره په ګډه سوال او ځواب وکړي، وروسته یوه مناسبه حل لاره ورته پیدا کړي.

که هر پلار داسې وکړي
کله یې چې له خپلې مېرمن سره په کومه موضوع جنجال رامنځته کېږي، باید د خپلو اولادونو له وړاندې ورسره ناندرۍ و نه وهي؛ ځکه د دوی دغه چلند د ماشومانو په روان په مستقیمه توګه بده اغېزه کوي او په راتلوونکي کې هم له دوی څخه په خپل منځ کې داسې عملونه ترسره کېږي.

که هر پلار داسې وکړي
کله یې چې د کوم زوی/ لور کالیزه وي، دی په ناخبرۍ کې ورته میله برابر کړي او هغه په پامۍ کې کوټې ته راوبولي، په د سره به زوی/لور د ښه شخصیت احساس وکړي او په خپل خان به لاباوري شي، داسې احساس به وکړي زه چې یو څوک لرم چې ناز پرې وکړم او ناز مې واخلي.

که هر پلار داسې وکړي 
چې د اولادونو تر منځ داسې فضاء رامنځته کړي چې دې دوی او پلار تر منځ یې  ویره هېڅ شتون و نه لري یعنې کومې خبرې چې پر ماشومانو د ورځې په بهیر کې تېرې شوې وي، بېګاه ته یې له پلار سره بدون  له کومې ویرې شریکې کړې.

که هر پلار داسې وکړي
چې د خپلو اولادونو له مخې سره د چا غیبت ونه کړي، غیبت کول خو د دین له اړخه هم ګناه ده او بدون له دین څخه هم ښه کار نه دی؛ ځکه هغه عمل چې یو څوک یې په شتون کې پرې خپه کېږي، دده په نشتون کې ولې ترسره شي؟

که هر پلار داسې وکړي
چې خپل اولادونه په دیني او خپلو دودیزو معیارونو برابر کړي او هغه فرهنګي دودونه یې له پام بد کړي چې هغه د دوی په تاوان دي او اسلام هم پرې سره کرښه کاږلې ده.

که هر پلار داسې وکړي 
چې هره شپه له خپلو اولادونو سره د دوی د سن مطابق یو داستان ولولي، بیا په ګډه د داستان په مثبتو او منفي اړخونو بحث وکړي، په اخر کې په غیرې مستقیم ډول د داستان پیغام په ښه توګه دوی ته واوروي او بیا یې دوی په ورځني ژوند کې عملي کړي.