که شکمن وی چې کرونا ويروس لري او کنه نو پرته له دې چې ډاکټر لاړ شئ ځان ډاډمن کړئ 

د کرونا ويروس نښې - نښانې  له يو شمېر نورو نارغيو لکه زکام، انفلوانزا او حساسيت سره ورته والی لري. که چېرې ټوخی، تبه، زکام، د وجو درد او يا نورې نښې ولری نو سل سلنه دا فکر مه کوئ چې  په کرونا ويروس ککړ شوي ياست، ښايي بله ناروغي ولرئ. خو څنګه ځان ډاډمن کولی شئ؟ لاندې يې ولولئ. 

د انفلوانزا يا flu، عام زکام، او موسمي حساسيت ځينې نښې له کرونا ويروس سره ورته والی لري، خو ځينې نښې بيا د دغه ناروغيو سره جلا دي.  

۱- د انفلوانزا يا flu عامې نښې: 
- تبه يا د تبې احساس؛ 
- ټوخی؛ 
- د جود او عضلو درد؛ 
- د سر درد او ستړيا. 

د انفلوانزا يا flu جدي نښې: 
- د مريو درد؛ 
- د پوزې بهېدل؛ 
- پرنجېدل؛ 
- اسهال؛ 
- کانګې. 

۲- د عام زکام عامې نښې: 
- د پوزې بهېدل؛ 
- پرنجېدل؛ 
- د مريو درد؛ 
- د سينې ملايم درد او ټوخی. 

 د عام زکام جدي نښې: 
- ستړيا؛ 
- د وجود درد. 

۳- د حساسيت عامې نښې: 
- پرنجېدل؛ 
- د سترګو، خولې او پوزې خارښت؛ 
- له پوزې اوبه بهېدل. 

 د حساسيت جدي نښې:
- ساه بندي؛ 
- د ساه اخېستو پر مها د حس - حس غږ؛ 
- بې خوبي او د بې خوبۍ پر اساس ستړيا. 

۴-  د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ عامې نښې: 
- ټوخی؛ 
- تبه؛ 
- ستړيا؛ 
- ساه بندي. 

د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ جدي نښې: 
- ساړه کېدل؛ 
- تبه او له تبې لړزېدل؛ 
- د سر درد؛ 
- د بوی او خوند حسونو له لاسه ورکول؛ 
- د پوزې بهېدل؛ 
- د مريو درد؛ 
- کانګې او اسهال.