ولسمشرۍ ماڼۍ: طالبان سولې ته ژمنتيا او هوډ نه لري 

روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، د ولسمشر وياند صديق صديقي نن ورځ کابل کې يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې طالبان په ښکاره ډول د سولې لپاره ژمنتيا او هوډ نه لري. صديقي ويلي چې د تاوتريخوالی کمښت د سولې لپاره ژمنتيا ده چې طالبانو نه ده پوره کړې. 

نوموړي ويلي دي چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره شااوخوا څلور زره طالب بنديان خوشي کړي دي. نوموړي له طالبانو غوښتي دي چې سولې ته خپل نيت وښيي او تاوتريخوالی کم کړي. 

نوموړي زياته کړې، "زمونږ په باور، د قضیې دې اړخ ته د سولې د خبرو هېڅ خنډ نشته، خو په خواشینۍ سره، کله چې تاسو طالبان او د هغوی ژمنې ګوری، د سولې روحیه یو څه کمزورې کوي، مونږ د طالبانو داسې ژمنه نه ګورو چې هغې کې دې د پرمختګ څرک ولګېږي، زمونږ هیله داده چې طالبان د سولې په اړه افغان ولس ناهیلی نه کړي."

بيا له بلې خوا طالبان وايي چې دوی د سولې لپاره نيت او اراده لري او د تېر په پرتله يې تاوتريخوالی راکم کړی دی.