کرونا په افغانستان کې: ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۵ پېښې ثبت شوې او ۲۰ کسان مړه شوي چې ۹ تنه خوست ولايت کې دي 

روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې تېرې يوې شپې - ورځ کې د کرونا ويروس ۱۶۵ تازه پېښې ثبت شوې دي، چې دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر، ۳۰۶۱۶ ته ورسېد. 

تېرې يوې شپې - ورځ کې ۲۰ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او همدا ډول د ۳۸۸ کسانو درملنه شوې ده. د مړو له ډلې خوست (۹)، هلمند (۳)، پکتیا (۳)، سمنګان (۲)، بدخشان (۲) او ارزګان کې يو کس مړ شوی. 

له تازه پېښو؛ پکتیا (۳۴)، هرات (۲۷)، غزني (۲۱)، کندهار (۱۹)، پکتیکا (۱۷)، خوست (۱۰)، نورستان (۸)، لغمان (۷)، ننګرهار (۷)، بلخ (۷)، هلمند (۴)، ارزګان (۳) او  سمنګانو ولايت کې يوه پېښه ثبت شوې ده.