۱۱۴ کلن بوډا کرونا ويروس مات کړ

روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، د ایتیوپیا هېواد يو وګړی چې عمر يې ۱۱۴ کاله ښوودل کيږي له کرونا ويروس رغېدلی دی. دغه کس ۱۴ ورځې روغتون کې وو او نېږدې يوه اوونۍ يې سخته تېره کړې چې مصنوعي اکسجېن په مرسته يې ساه اخېستله. 

دغه کس ابا تیلاهون نوميږي او کورنۍ ې وایي چې عمر یې شااوخوا ۱۱۴ کالونه دی. د ایتیوپیا په پلازمېنه  ادیسه ابابا کې د هغه روغتون ډاکټرانو چې ابا تیلاهون په کې بستر وو، بي بي سي ته ويلي دي چې د نوموړي روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ وو خو ډاکټرانو يې ځانګړې پالنه کړې. 

د يادونې ده چې د افغانستان په هرات ولايت کې هم يو کس چې عمر يې نېږدې ۹۲ کاله وو له کرونا ويروس بېرته جوړ شوی. ياد کس ويلي چې د قرنطين پر مهال يې خپل بڼ کې فزيکې چارې تر سره کولې او د کرونا ويروس پر وړاندې يې مرال لوړ وو.