د زړه ناروغيو درملنه او د وجود دفاعي سېسټم غښتلتيا؛ د مميزو (کشمشو) اوبو پنځه روغتيايي ګټې

د شپې پر مهال دوه پيالې اوبه او ۱۵۰ ګرامه مميز سره ګډ کړی او بيا يې جوش کړئ. په يو سرپوښي لوښي کې يې تر سهاره پرېږدئ. سهار چې له خوب پاڅېږئ نو د کوم بل څه له خوراک وړاندې يې په تشه معده وڅښئ. د مميزو له څښلو وروسته نيم ساعت کوم بل خوراک مه کوئ. 

د مميزو (کشمشو) اوبو پنځه روغتيايي ګټې: 
۱-
د مميزو (کشمشو) اوبه له وجود هر ډول زهري مواد پاکوي. ځيګر کې biochemical  پروسه ګړندۍ کوي چې په پايله کې يې وينه پاکيږي. د مميزو (کشمشو) اوبه ځیګر يا liver له زهري پاتې شونو پاکوي. 

۲- که چېرې مو د معدې تيزاب غير نارمل وي او ورڅخه ناراحته وی، نو هر سهار د مميزو دوه ګيلاسه اوبه کولی شي، د معدې تيزاب کنټرول کړي. 

۳- د ممیزو اوبو کې د antioxidants  په نوم ماده شتون لري چې د انسان د وجود د دفاعي سېسټم د غښتلتيا سبب کيږي. 

۴- د مميزو اوبه د وينې د پاکونې عناصر په ډول کار کوي او په دې سره مرسته کوي چې تاسې د زړه روغتيا سالمه پاتې شي. د مميزو اوبه دا وړتيا لري چې اضافی کلسټرول له وینې پاک کړي. 

۵- د مميزو اوبه په خپل جوړښت کې فيبر لري کوم چې د هضمي سېسټم لپاره اړين دي. د ممیزو اوبه قبضيت له منځه وړي  او د کولمو په ارام حرکت کولو کې مرسته کوي.