
روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، د کابل پوليس رسنيو ته ويلي دي چې نن سهار د کابل ښار ۱۲مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې په يو کرولا ډول موټر پسې نښلونکې ماين چاودنه کړې ده.
د لومړينو مالوماتو پر اساس چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي دي چې يوه ميرمن ده. پېښه نن سهار شااوخوا اته بجې شوې.
تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو ډلو د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.