کوټې ته چې ننوتم، تره مې په ټليفون کې غږیده، له دې خبرې سره مې زړه تر پښو تېر شو:
ـ ایران کې پولیسو نیولی؟...
له دې سره مې تره ټليفون بند کړ، په تورو ويښتو کې یې ګوتې ننویستې، اسویلي یې ویستل.
په کوټه کې د المارۍ پر سر مې د تره زوی عکس ته وکتل، ګردې سترګې یې وې، لکه په دا ټوله کوټه کې چې یوازې ما ته راګوري.
ما د ایراني پولیسو د ظلم کیسې اوریدلې وې.
زړه مې ډک شو، له کوټې ووتم، پس خانې ته ننوتم، بند وره ته مې تکیه وکړه، د ټیکري پیڅه مې سترګو ته ونیوه.
د څه شي کړپا مې تر غوږ شوه، ومې کتل موږک و، لکۍ یې په تلک کې بنده وه، په عاجزو سترګو یې راته کتل، په لومړي ځل مې د موږک په ګردیو سترګو سترګې خوږې شوې.
پای
وروستي