په واټس آپ او فېسبوک به ناسم پيغام (Delete For Everyone) کړی، خو که ناسم اېميل ولېږئ نو څه به کوئ؟ دلته يې زده کړئ

فېسبوک، واټس آپ، ويبر او نورو ټولنيزو رسنيو که وغواړئ يو لېکل شوی او لېږل شوی پيغام له منځه وړی شئ. ښايي په فېسبوک، واټس آپ، ويبر، سکای پي او نورو ټولنيزو او پيغامي رسنيو کې مو داسې پيغام لېږلی وي چې املايي تېروتنې به لري، ناسم کس ته به مو لېږلی وي او يا بله هره مساله؛ مطلب دا چې هر کله پرې پېښمانه شئ، نو Delete For Everyone يې کړئ، هم به ستاسې او هم به د هغه کس له سترګو ورک شي چې پيغام مو ورته لېږلی وو. 

خو که چېرې برېښناليک يا اېميل مو ستونزې ولري؛ موضوع يې ناسمه وي، املايي تېروتنې ولري، نامطلوب کس ته مو لېږلی وي او يا بله هره مساله، نو څنګه کولی شئ چې لېږل شوی برېښناليک يا اېميل بېرته کړئ؟ 

که چېرې مو برېښناليک يا اېميل د Gmail له لارې استولی وي، نو تاسې کولی شئ چې بېرته يې کړئ. Gmail په دې وروستيو کې داسې ځانګړه زياته کړې ده، چې د  ۳۰ ثانيو دننه لېږل شوی برېښناليک له منځه یوسئ. جي مېل دغه نوې ځانګړنې ته د Undo Send نوم ورکړی دی. 

نو هر کله مو چې د يو برېښناليک په لېږلو پېښمانه شئ نو لاندې طریقه د ۳۰ ثانيو په موده ک پلې کړئ او لېږل شوی اېميل مو له منځه يوسئ. 

- د خپل  Gmail account د سمون يا Settings برخې ته لاړ شئ؛ 
- د سمون په برخه کې Undo Send پيدا کړئ؛ 
- په Undo Send برخه کې ترټولو کم وخت پنځه ثانيې او ترټولو ډېر وخت ۳۰ ثانيې دی.     
Send cancellation period ځای کې وخت درته وټاکئ؛ 
- هرکله مو چې پورته سمون يا ر برابر کړ، نو هر وخت چې برېنښاليک لېږئ تاسې ته به دغه پيغام (Undo Send) درکوي چې د ۳۰ ثانيو په موده کې به لېږل شوی برېښناليک را واپس کړی شئ.