محسن داوړ: کله چې عمران خان (اسامه) ته شهيد وايي نو بيا هغه کسانو ته چې القاعده وژلي څه وايي؟ 

روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، د پاکستان په پارلمان کې د لومړي وزير عمران خان د تېرې ورځې وينا نوموړي ته سردرد جوړ شو. عمران خان د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته د شهيد کلمه کارولي چې د پاکستان او افغانستان دننه يې راپورنه راپورته کړي دي. 

د پاکستان د پارالمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن دوړ هم اسامه بن لادن ته د شهيد ويلو سره مخالفت ښوودلی دی. نوموړي د پاکستان پارلمان په عمومي ناستې کې ويلي دي، چې کله لومړی وزير اسامه بن لادن ته شهيد وايي، نو هغه کسان چې د د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده ډلې وژلي، بايد کوم نوم/لقب ورته واخېستل شي؟ 

محسن دوړ ويلي چې هر کله اسامه شهيد وي، نو هغه سرتيرې چې د ترهګرۍ په جګړه کې وژل شوي څه ورته ووايو؟ محسن دوړ پر خپل ټوېټر حساب لېکلي دي چې په مهربانۍ سره هغه دوه ګونې لوبه نور بند کړئ، چې د ۷۰زره انسانانو ژوند يې واخېست. 

افغانستان کې هم د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح دفتر، د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل او په لويه کې په ټولنيزو رسنيو، د پاکستان لومړي وزير عمران خان له خوا اسامه بن لادن ته د شهيد ويلو سره مخالفت ښوودل شوی او پر نوموړي يې نيوکې کړې دي.