عمر يې ۹۲ کاله دی خو کرونا ته يې ماته ورکړه 

روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، لوېدېځ هرات ولايت کې يو ۹۲ کلن کس چې په کرونا ويروس ککړ شوی وو، رغېدلی او خپل عادي وژند وړاندې وړي. عبدالباقي حبيبي د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی دی. 

نوموړي په کرونا ويروس ککړ شو، چې څو ورځې يې روغتون کې تېر کړې او اوس يې روغتيا د ډاډ وړ ده. عبدالباقي حبيبي وايي چې کرونا ويروس پر وړاندې يې مرال غښتلی وو او فزيکي کارونه به يې کول او وتوانېد چې کرونا ويروس سره مبارزه کې بريالی را ووځي. 

دغه عمر خوړلی افغان وايي چې د قرنطين پر مهال په بستر نه وو پروت بلکې په خپل بڼ کې يې کارونه کول او ډېر يې د کرونا ويروس په اړه فکر نه کولو. نوموړي پر خدای عقيده کلکه وه او ويل چې هر هغه څه چې په برخليک کې ورته لېکل شوي وي، کيږي به. 

د کرونا ويروس د ککړېدو پر مهال روغتيايي سپارښتنې دا دي، چې بايد مرال لوړ وساتل شي. د شوې تجربو پر اساس کرونا ويروس د زيات عمر لرونکو کسانو ژوند ژر اخلي، خو عبدالباقي حبيبي په ۹۲ کلن عمر ترې بېرته رغېدلی.