روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورته درې تازه مسووليتونه سپارلي دي چې سر له سبا ورځې به يې عملاً پيل کړي.
نوموړي لېکلي،
"- په سترو ښارونو کې د جنايي جرمونو مخنيوی، کنټرول او مهار کول؛
- په مالي سکتور او ځانګړي ډول په ګمرکونو کې د مالي فساد څار او د چارو د ښه تر سره کېدو لپاره د سټراټېژۍ جوړول؛
- د سيمه ييز حکومتوالی څار. له کوچني دولتي واحد يانې ولسوالۍ نېولې بيا تر کوچني ټولنيز واحد يانې کلي پوري، د حکومتي چارو څار او د خلکو د ستونزو اوېدل."
امرالله صالح لېکلي دي چې د پورته چارو د ښه تر سره کولو په موخه به له ملي امنيت شورا، ملي امنيت عمومي رياست، کورنيو چارو وزارت، ماليې وزارت، د کيلو او بيا رغونې وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسيون سره په ګډه کار وکړي.
وروستي