د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت د پاکستان غبرګون: مونږ ترهګرۍ سره مبارزه کوو خو امريکا يې له ياده باسي 

 روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په کلنی راپور کې ويل شوي دي، چط پاکستان په سيمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او اوس هم ياد هېواد د بهرنيو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی. 

د متحدو ايالتو ياد راپور ته د  پاکستان بهرنيو چارو وزارت نن ورځ په يوې خبرپاڼې کې غبرګون ښوودلی دی او لېکلي دي چې د امريکا متحد ايالت ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په رول او همکارۍ سترګې پټوي. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي دي، چې د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت راپور په سيمه کې د القاعده ډلې د ځپلو کېدو وايي خو دا هېروي چې دا هر څه د  پاکستان په هڅو او همکارۍ شوي دي. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت همدا ډول ويلي دي چې ځيني وخت د پاکستان دننه وسله  وال او خونړي بريدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان مبارزه او قرباني په ګوته کوي. 

پاکستان وايي چې دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان د سولې بهير کې د پاکستان هڅې او همکارۍ د هېردو وړ نه دي.