هزاره وکيل حسين ناصری وايي چې کوچيان طالبان دي او وژل پسې وردګ ميدان ته ورغلی

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، له تېرو څو ورځو راهيسې د وردګ میدان ولايت په کجاب سيمه کې  د کوچيانو او او هزاره ګانو ترمنځ کړکېچ زيات شوی او نښته شوې ده. وردګ ميدان ولايت کې د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ ناندرۍ پخوانۍ دي او ۲۰۰۸۹ کال کې هم سنګرونو ته سره ورته شوي وو. 

ولسي جرګې يو پلاوی ته دنده سپارلې ده ترڅو سيمې ته لاړ شي او د یاد کړکېچ په اړه پلټنې وړکړي. دغه پنځه کسيز پلاوي ته دنده سپارل شوې ده، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د کالونو دغه کړکېچ ته حل پیدا کړي. 

په ورته وخت کې په ولسي جرګې کې پخواني هزاره وکيل حسين وکیلي د جګړې سيمې ته تللی دی او هلته د هزاره ګانو په ملاتړ وسله پورته کړې دي. نوموړي خپلې فېسبوک پاڼې ته هم هغه انځورونه پورته کړي دي چې د وسلې سره به سنګر کې ناست دی. 

دغه هزاره وکيل کوچيان او طالبان سره يو بولي او هزاره ګانو ته يې د کجاب سيمې د امنيتي ځواکونو نوم ورکړی دی. حسين ناصري پر فېسبوک لېکلي دي چې د کجاب امنيتي ځواکونو (هزاره ګانو) په ګڼ شمېر طالبان (کوچيان) وژلي دي. 

پر ټولنيزو رسنيو هم د حسين ناصري کړنې ته غبرګونونه ښوودل شوي دي او د قومونو ترمنځ د تاوتريخوالي او جګړې  هڅې بلل شوي دي. دغه هزاره وکيل په څرګنده ډول د کوچيان پر وړاندې د جګړې اعلان کوي، خو ويل کيږي چې له محمد محقق او محمد کريم خليلي نېولي، بيا تر يو شمېر نورو هزاره مشرانو، په قضدي ډول ياد کړکېچ ته لمن وهي. 

دوی په وردګ ميدان کې کوچيان د طالب په نوم يادوي او هزاره ګانو ته د امنيتي ځواکونو وايي او په دې ډول پرې وسلې، پيسې او پوځي يونيفورم وشي. کجاب کې د کوچيانو او هزاره ګانو کړکېچ په دې نه حليږي، چې ځيني کابل مېشتي هزاره مشران يې تر شا لاس لري او د غځېدو هڅې يې کوي. 

طالبانو هم هغه ادعاوې چې ګواکي د وردګ ميدان په کجاب کې طالبان د هزاره ګانو پر وړاندې جنګيږي رد کړې دي او بې بنسټه يې بللې دي. طالبانو ويلي دي چې دوی سيمې ته د ستونزې د حل لپاره پلاوی لېږلی دی.