ولسمشر غني:  طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده  

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له  TED په نوم له یو امریکايي بنسټ سره په خپلې يوې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده   او همدا ډول طالبان بايد د ولس غوښتنه ومني چې د سولې خبرو له لارې سياسي حل ته سره ورسيږو. 

غني ويلي دي چې طالبانو سره د بين الافغاني خبرو زېمنه برابره شوې ده او د افغانانو په مشرۍ به دغه خبرې تر سره کيږي. 

ولسمشر غني د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې که څه هم تاوتريخوالی د تېر په پرتله کم شوی دی کوم د مرګ - ژوبلې شمېر لوړې دي. " هره ورځ د افغان نظامیانو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۰ تر ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېږي".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالب بنديانو خوشي کېدو په اړه ويلي دي او هيله يې ښوودلې ده چې د سولې خبرې به ژر پيل شي.