د بلخ ولایت سلګونه پښتنو مشرانو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر کرزي  څخه وغوښتل، چې د سنا د غړو په غوراوي کې ددوی استازی وټاکي.

 دغه غونډه، چې نن د مرغومي په ۹مه ددغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې له خوا په لاره اچول شوې وه، د ښار په ګډون د ولسوالیو سلګونه مشرانو او روښنفکرانو په کې برخه اخیستې وه.
غلام فاروق خپلواک د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي او ددغه ولایت یو روښنفکره مشر د وینا پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې ۳۵ سلنه پښتانه اوسېږي، چې د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال یې۱۵۰ زره د رایې اچونې کارتونه درلودل؛ خو د ناامنیو له کبله یې ولسي جرګې ته یو کاندید هم بریالی نه شو کړای.
د نوموړي په وینا ښایي د ولسمشر کرزي له خوا دې په مشرانو جرګه کې ددوی استازی خامخا وټاکل شي.
د نوموړي په وینا په تېرو پارلماني ټاکنو کې ددغه ولایت په چاربولک او چمتال ولسوالیو کې چېرته چې پښتانه زیات مېشت دي د ناامنیو له کبله یوه رایه هم ونه کارول شوه.
خپلواک وویل: ((د حکومت دنده وه، چې د پښتنو په سیمه کې دې د ټاکنو پر مهال امنیت راولي؛ خو هغسې ونه شو او مونږ له همدې کبله په پارلمان کې استازي نه لرو.))
نوموړي زیاته کړه، چې اوس په سنا کې د یو پښتون استازي حق لري او ښایې، چې ولسمشر کرزی یې له پامه ونه غورځوي.
د بلخ ولایت بل پښتون مشر غلام رسول ملکزي هم د ورته څرګندونو تر څنګ زیاته کړه، چې ددوی حق تل تلف شوی او دا ځل به د حق د لاسته راوړنې لپاره هر ډول هڅې کوي.
نوموړي وویل، چې پښتانه د طالب، القعده او نورو نومونو نيول کېږي او بندي کېږي؛ خو هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.
د نوموړي په وینا که ددغه ولایت پښتانه په پارلمان او مشرانو جرګه کې ریښتینې استازي ولري؛ نو ددوی د حق دفاع به وکړي.
ملکزي د همدې اړتیا له مخې له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې په انتصابي وکیلانو کې دې ددوی استازی وټاکي.
د یادونې ده، چې چې ولسمشر کرزی به په نږدې راتلونکې کې له ټول هېواد څخه د سنا ۳۴ غړي وټاکي، چې د بلخ ولایت د سناتورانو شمېر به دوه وي.