جلال اباد ښار کې لس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې لس تنه د شخړې، غلا او اخلاقي فساد په 
تور ونيول شول.

د معلوماتو له مخې پولیسو دوه تنه د يو کس د ټپي کولو، دوه تنه د ريکشا د غلا، پنځه تنه د نغدو
 پیسو او مبايل غلا او يو تن بل يو کور ته د اخلاقي فساد په موخه د اوښتو په تور نيولي دي.

نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قوماندانۍ کې د نورو پوښتنو لاندې
 دي.