د افغانستان - اروپا هوايي دهليز له لارې ۲۹ ټنه افغانۍ توکي اروپا ته ولېږل شول 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي چې د افغانستان - اروپا هوايي دهليز له لارې ۲۹ ټنه افغانۍ توکي اروپا ته ولېږل شول. دغه افغاني صادراتو کې  وچه او تازه ميوه هم شاملې ده. 

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي سوداګريز مالونه د ترکيش اير له خوا لېږدول شوي دي، له وچې او تازه میوې سربېره افغانۍ غالۍ، بوټي او ځیني نور توکي به کې  شامل وو. 

هېواد کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره افغانستان او بهر نړۍ سره الوتنې بند کړې چې د افغانستان توليدات هم په کور دننه بند پاتې وو. تېره ورځ د افغانستان د هوایي چلند ادارې وويل، چې له  درېیو مياشتو ځنډ وروسته الوتنې بيا پيل کړې.