افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۳۰زره پورته شو 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې په رسنيز شوي مالوماتو کې ويل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۴۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دې سره د ټولو ثبت شوې پېښو شمېر ۳۰۱۷۵ تنو ته ورسېد. 

۳۶ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. افغانستان کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ۶۷۵ ته رسېدلی دی. همدا ډول له لس زره ډېر کسان له دغه ويروس رغېدلي دي. 

له تازه ۴۶۰ پېښو يې؛  کابل (۱۶۶)، پکتیا (۶۹)، هرات (۵۹)، تخار (۳۸)، کندز (۲۴)، دایکنډي (۲۹)، کاپیسا (۲۵)، بغلان (۱۸)، ننګرهار (۵)، بامیان (۳)، لوګر (۱)، وردک (۱۳)، بدخشان (۷)، لغمان (۱)  او کونړ ولايت کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

په تېرو څو ورځو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر را کم شوی وو خو د تېرو ۲۴ ساعتونو پېښې بيا لوړ شمېر په ګوته کوي.