ډاکټر عبدالله: له ولسمشر غني سره په لېدنه کې مو دا پرېکړه وکړه چې طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره هېڅ وړاندې شرط نه ږدو 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دوه ورځې وړاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې خبرو په اړه ناسته او لېدنه کړې. 

عبدالله عبدالله تېره ورځ د امریکا سولې انستیتوت سره په یوې ویدیویي ناسته کې ويلي چې ده او ولسمشر محمد اشرف غني په دې پرېکړه کړې ده چې د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره به وړاندې شرطونه نه کېښودل کيږي. 

نوموړي زياته کړې، "د سولې په برخه کې باید د نړیوالو او کورنیو همکارانو سره کار وشي، په داسې حال کې چې موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، دا چې افغانستان نور د ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي. په دې برخه کې موږ ټول پر بشپړه نقشې کار کوو."

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو له پيل وړاندې د پنځه زره طالب بنديانو پر خوشي کېدو ټېنګار کوي. طالبانو وایي چې د دوی او متحدو ایالتو ترمنځ د سولې تړون کې ياده مساله ذکر شوې ده.