عامې روغتيا وزارت: ۱۵۰ مېلېونه ډالرو ته اړتيا لرو او ۲۹ مېلېونه ډالر راباندې قرض دی 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، عامې روغتيا وزارت وايي چې د ۲۹ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت يې طبي وسايل اخېستي دي او تر اوسه يې پيسې نه دي ورکړي. د عامې روغتيا وزارت وياند اکمیل سمسور رسنيو ته ويلي دي چې روغتيا وزارت ۲۹ مېلېونه امريکايي ډالر قرضدار دی. 

د نوموړي په وينا چې د کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې حکومت ۱۵ مېلېونه ډالر د د دغه وزارت په اختيار کې ورکړی، خو ۱۵۰ مېلېونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده. 

اکمیل سمسور ويلي دي چې د حکومت ۱۵ مېلېونه او د بهرنيو مرستو ۲۱ مېلېونه ډالر تر اوسه د روغتونونو په جوړولو او د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د وسايلو په اخېستلو خرڅ شوي دي. 

ماليې وزارت وايي چې دوی به دوه مېلېونه نور امريکايي ډالر هم د عامې روغتيا وزارت په اختيار کې ورکړي او اوس مهال يې په قانوني او رسمي بهير کار روان دی. 

د عامې روغتیا وزارت کې د فساد په اړه راپورونه رسنيز کيږي او خلک له طبي اکسېجن نېولې بيا د نورو اړينو وسايلو د نشتون شکايت کوي. 

د مصنوعي تنفس د ۳۷ د دستګاوو يا ونتلاتورونو د قاچاق او د عامې روغتيا وزارت د مرکزي ګدام د يو کارمندان له خوا د نېږدې ۸۰زره امريکايي ډالرو رشوت اخېستل هغه موارد دي، چې په دې وروستيو کې رسنيز شوي دي.