تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ۳۰زرو ته نېږدې شوې 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۹۷۱۵ ته ورسېد. 

له کوچني اختر را وروسته هېواد کې د کرونا ويروس هره ورځ له ۵۰۰ زياتې او ځيني وخت زرو ته نېږدې مثبتې پېښې ثبتدېلې، خو په دې وروستيو دوه اوونيو کې يې د پام کموالی کړی دی. 

له تازه ۲۳۴ مثبتو پېښو ۱۲۴ په کابل، ۳۴ په هرات او ۲۴ په باميانو ولايت کې ثبت شوې دي. تېرې يوې شپې او ورځ کې ۱۹ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شمېر  ۶۳۹ ته پورته شو. 

همد ا ډول تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۹ کسان رغېدلي دي چې د ټولو رغېدلو شمېر ۸۹۶۹ تنو شو.