د جوزجان ولايتي مسوولين: د سړک غاړې ماين چاودنه کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د جوزجان د والي وياند معروف آذر رسنيو ته ويلي دي چې د دغه ولايت په مرديان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې شپږ ولسی وګړي وژلي دي.

 نوموړي د چاودنې مسووليت په طالبانو اچولی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د جوزجان د والي وياند ويلي دي چې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او يو ټپی دی. وژل شويو کې دوه ماشومان او يوه ميرمن هم شامله ده. 

حکومت وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وروسته د طالبانو بريدونه ډېر شوي دي خو بيا طالبانو وايي چې د دوی بريدونو او جګړې کې د پام وړ کموالی راغلی دی.